مثبت بدلون

تبصره نشته
مثبت بدلون

مثبت بدلون ټولنه يو ناسياسي اجتماعي حرکت دى، چې د هېواد د بااحساسه او سالم _مثبت فکر لرونکو ځوانانو له خوا د ننګرهار ولايت په جلال آباد ښآر کې په ١٣٩٢ل کال کې رامنځته شوه؛ خو ليد او د فعاليت ډګر يې ټول هېواد په بر کې نيسي.

 

د مثبت بدلون ټولنې شعار دا دى چې څنګه له خپلو وړتياوو څخه په ګټنې خپلو خلکو او هېواد ته ګټه رسولى شو او څنګه د خپلو وړتياوو په کارونې سره په سياسي او ټولنيز ژوند کې مثبت بدلون راوستى شو،

مثبت بدلون ټولنې تر دې دمه تر شلو ډېر علمي کنفرانسونه او غونډې دايرې کړي دي.

د هېواد په بېلابېلو ملي مسايلو او پېښو مو تر پنځوسو زياتې اعلاميې خپرې کړي دي.

تر دې دمه پنځوس ګڼې (مثبت بدلون) اوونيزه چاپ او خپره کړې ده.

تر اوو سوو پورې ځوانان په بېلابېلو برخو کې روزلي دي، لکه حقوقي او سياسي  اصطلاحات، اداره او مديريت، رهبريت او ژورنالېزم.

دا مهال په کې تر دوه سوو پورې ځوانان پر زده کړو بوخت دي. دې کورسونو ته د پوهنتون استاد او تجربه ناک خلک درس ورکوي.

موږ د بې وسه محصلينو لپاره د فيسونو کمپاين روان کړى دى چې تر دې دمه مو تر اتيا کسو محصلينو ته فيس پيدا کړى دى او دا لړۍ لا دوام لري.

د دې ترڅنګ موږ ځوانانو کې د وينې ورکولو کمپاين کړى دى چې لسګونه ځوانان مو د عامې روغتيا روغتون ته پېژندلي دي چې د اړتيا په صورت کې پر هغوى د وينې لپاره غږ وکړي.

د مثبت بدلون ټولنې غړي او مينه وال ورځ تر بلې زياتېږي، تر دې مهاله يې په ننګرهار، کابل، کونړ او لغمان ولايتونو کې د غړيو او پلويانو شمېر تر زرو اوړي.

مثبت بدلون ټولنې د يو مدني بنسټ په توګه په تېرو ټاکنو کې له هېچا څخه ملاتړ ونه کړ او يوازې د يو مدني او ملي بنسټ په توګه پاتې شوه، خپل پلويان او غړي يې رايې ورکولو ته وهڅول، د ټاکنو ننګه يې وکړه او د روڼو پايلو غوښتونکې شوه.

مثبت بدلون ټولنه په هېواد کې له ټولو نورو مدني ټولنو او حرکتونو سره ښې اړيکې لري، د هغوى د مثبتو او ګټورو فعاليتونو ننګه او ملاتړ کوي، خو له هېچا سره د يوځايوالي او شراکت هوډ او مرام نه لري. د دې ټولنې زياتره غړي ځوانان دي او رهبري يې هم د ځوانو علمي کادرونو په لاسونو کې ده.

د ټولنې مشر عبدالبصير سباوون

ټیلفون شمیره : ۰۷۹۰۱۱۱۱۵۱ / ۰۷۰۰۰۰۶۶۵۶

About the author

admin

تبصرې نشته

تبصره ورکړۍ




         


Back to Top

Links to Best Bookmaker William Hill it The UK