ختیځ ادبي بهیر

۲ تبصره
ختیځ ادبي بهیر

مشر: ضیاالدین همت مل

تاسیس نېټه: ۱۳۹۱ کال د سرطان د میاشتي  (۲۹ ) نېټه ننګرهار جلال اباد.

هدف: ختیځ ادبي بهېر یو غېر سیاسي ټولنیز سازمان دی، چې د ننګرهار د فرهنګیانو د ادبي او کلتوري هڅو د ودې او پراختیا لپاره د تنظیمونکي سازمان په توګه فعالیت کوي.

تشکیلات: ختیځ ادبي بهیر له دري برخو جوړ دی.

اول: مشورتي بورډ: مشورتي بورد د ننګرهار وتلي فرهنګیان چې شمېره یې ۱۵ تنو ته رسیږي، ددې بورډ غړي دي. وظیفه یې د ختیځ ادبي بهېر د فعالیتونو انسجام او نظارت دی. په هرو دریو میاشتو کې یوه غونډه کوي، د هرې غونډې په بهیر کې د تیر وخت کارونه ارزیابي کوي او د راتلوونکو هڅو او فعالیتونو لپاره خپل کاري پلان جوړوي.

دوهم: اجرائیه هیئت: اجرائیه هیئت ۵ تنه دي. مشر، دوه تنه مرستیالانو، یو تن ګزارشګر، او یو تن د اړیکو مسوول څخه دي.

اجرائیه هیئت د مشورتي بورډ له خوا د یوې  ټاکلي مودې لپاره ټاکل کیږي او پخپلو ټولو فعالیتونو  کې مشورتي بورډ ته مسوولیت لري.

عادي غړي: هر هغه څوک چې په هېواد کې د فرهنګي هڅو او فعالیتونو د ودې او پرمختګ سره مینه ولري او د میاشتې  ۵۰ افغانۍ حق العضویت ورکړي، د ختیځ ادبي بهیر د غړيتوب ویاړ تر لاسه کولای شي.

فعالیتونه:

اول: اوونیزه غونډه: ختیځ ادبی بهیر په هره اوونۍ کې یوه غونډه لري، په اوونیزه غونډه کې لومړی د ګزارشګر له خوا د تیري غونډې لنډ ګزارش وړاندې کیږي ورپسې د هماغه ورځ اجنډا ګډونوالو ته اعلانیږي. د غونډې په پای کې د راتلوونکي اجنډا وړاندیز کېږي او د ګډونوالو له خوا تصویبیږي.

دویم: ځانګړي غونډې: د عادې غړو د فرهنګي کچو د لوړوالي لپاره به وخت په وخت د بېلابېلو ادبي ژانرونو لکه شعر پیژندنه، کره کتنه، لنډه کیسه، ډرامه، سناریو او همدارنګه د ژورنالیزم د اساساتو په اړه به د ځانګړو غوڼدو په ترڅ کې د اړونده متخصصینو له خوا د ورکشاپ په بڼه معلومات ورکول کېږي.

دریم: د ملي ورځو د لمانځني په ویاړ په لویه کچه د غونډو تنظیمول.

څلورم: د سیمنارونو او ورکشاپونو دایرول.

پنځم: د ګاونډیو ولایتونو کونړ، لغمان او نورستان د فرهنګیانو سره د اړیکو ساتل او د امکاناتو په صورت کې د ګډو غونډو جوړول.

مرکزي دفتر : جلال اباد ښار

د فعالیت ساحه: ننګرهار، کونړ، لغمان

ټیلفون شمیره :۰۷۷۸۸۷۲۶۶۸

ایمیل ادرس : emalmarwand@gmail.com

About the author

admin

۲ تبصره

  1. comment-avatar
    ایمل مړوندقوس ۱۸, ۱۳۹۳ - ۶:۲۴ ق.ظ

    سلام او درناوی!
    زما نوم ایمل مړوند د ختیځ ادبي بهیر مرستیال یم، موږ څنګه کولی شو چې په دې پاڼه کې چې د ختیځ ادبي بهیر لپاره جوړه شوې ده د خپلو فعالیتونو راپورونه خپاره او واچوو.
    درنښت
    مړوند

    • comment-avatar
      adminجدی ۱۱, ۱۳۹۳ - ۵:۳۸ ق.ظ

      دیره مننه ښاغلی ! تاسی کولای شی چی په لاندی لینک کی کلیک وکړی او خپلی فعالیتونه او معلومات موږ ته را واستوی او یا هم د لاندی ایمل آدرس کی ایمل وکړی
      دفعالیتونو فورم لینک: http://tfp.nai.org.af/tfp/blog/activity/
      ایمل آدرس:frontpage@nai.org.af

تبصره ورکړۍ




         


Back to Top

Links to Best Bookmaker William Hill it The UK